د صلحي څړيکه

د عارف بيان ليکنه 

د وطن اکثره خېر غوښتونکي په ډېره ستره خوشالي داخبر تعقېبوي چه د طالبانو وېاند د اولين وار لپاره د مطبعاتو د لېارې هغه نيک او د خوشحالې خبر خوروي چې وايې چه دوې د ملى منافعو په خاطر حاضر دي د دولت سره هماغسۍ لکه د کوريايانو په موضوع کښي يوازي د مرکچېانويا مېنځ گړو د امنېت په شرط د دولت سره د صلحې د راوستلو په هکله خبروته کښېنۍ.

د دولت له خوا هم خوشبختانه لکه څنگه چه د وطن منافع ايجابوۍ د طالبانو دي خبرې او د هغوۍ شرط ته مثبت ځواب ورکړشوه.

بل ډير مثبت لوې گام يا عمل به داوې چه ټول درگېر طرفونه د خبرو له شروع مخکۍ جنگ بس اعلان او عملۍ کړې.

په دې عمل به د ټولو هغه وسوسيانو يا ناپوهو خولې بندۍ شې چۍ نه غواړې چۍ په دۍ غم ځپلې مملکت کښې صلحه راشې او  د ملت باور ته به هم مثبت تمام شې، او د هغه خلکو خولې به بندې شې چه وايې دا خبرې نتېجه نه ورکوۍ ځکه چې د دوې په نظر طالبان يو مرکزيت نه لرې.

زه ټولو هغه ناارامو کسانو ته چه په صلحه کښې خپلي ګټې په خطر کښې وېنې دا اطمنان ورکوم چې صلحه هېڅ وخت او د هېچا په نخص نه ده بلکې ټولو ته ګټور شې دى، او ټول په دې پوه شو چې مونږ افغانانو ته يو وار بيا يو طلايې چانس په نصېب شوى چه آمېد دى دلاسه مو ضايع نشى.

 

په اخېر کښى د ټولو وطنوالو څخه د يو افغان په حيث هېله کوم چې دا نوې شروع شوى د صلحى پروسه مونږ هر يو تر خپله وسه سپورټ کړو په دې اميد چه انشالله خداى د افغانانو د صلحى وخت نور را نېږدې کړى وې او دا ملت نور په ارامه خپل ژوند وکړې او د کړاونو نور راو وزې.

 

 

 

عارف بېان/ جرمنې

 

بېرته شاته