بسم الله الرحمن الرحيم

 

     د سرطان د مياشتې اومه، ١٣٨٦                                                                     

 

په افغانستان کې د اوسنۍ سياسي نظامي وضعې شته والى، د يوې اوږدي مودې مداخلو او جګړو مرحلوي ميراث دى. خو دا چې د نړيوالې ټولنې د هر اړخيزه همکاريو سره سره حالات په دومره چټکتيا د بې ثباتۍ په لور حرکت کوي، علت يې د افغاني ټولنې د ملي اجتماعي غوښتنو لپاره په چوکاټ شوي جدول کې د يو شمېر هغو قواو نا سالم  سياستونه دي چې د شرايطو، ولس او نړۍ والې ټولنې له امکاناتو نه يې ناوړه استفاده وکړه.  پېښو دا وښودله چه د ټوپک، نژاد، او مذهب تر پديدو لاندې مات مثلث نه يواځې دا چه د يوه ديموکراتيک مسير په مخ کې خنډ دى، بلکه د افغانانو شريک وطن يې د ټوټه ټوټه کېدو په لور روان کړى دى.

 

اوس  دا خبره په ملي او نړيواله سطح منل شوې چه د افغانستان په اوسني حکومت کې شاملو نژادي، مذهبي، او جنګي ډلو، افغاني ټولنه د خطر،  بې ثباتۍ او بې باورۍ په لور روانه کړې ده. په دې پړاو کې زمونږ په وطن کې د شته بحران د ختمېدو لپاره بنيادي کار د افغانانو تر منځ د یوه پراخه سياسي انظباطي ملي وحدت منځ ته راتګ دى.  داسې فکري وحدت چه په هغې کې د مبارزو قواو لپاره بندې لارې د ديموکراسۍ (ولسواکۍ)  د حاکميت په منظور په ملي ميتودونو خلاصې او پرانستې پاتې وي.

 

  نو ځکه د افغانستان د ملت ولسي سازمان د کابل د پيمان د يوه غړي په توګه، د پيمان، ملي سياسي حلقو، سياسي اجتماعي شخصيتونو، قومي مشرانو او په داخل او خارج کې د اړوندو اغېزمنو افغانانو سره د اوږده شريک سياسي کار په اوږدو کې وپتېله، چه د يوه پراخه افغانستان شموله ملي ديموکراتيک ګوند د جوړښت د لومړنۍ موسسې کنګرې د رابللو په خاطر يوه رابلونکې موسسه کمېټه جوړه او ددې  موسسې رابلونکې کمېټې غړي په نښه کړي، او په لنډه موده کې به هغوى د يوې شريکې غونډې لپاره د افغانستان مرکز( کابل) ته راوبولي.

 

زمونږ له نظره د داسې يوه پراخه او غښتلي ملي حزب جوړول د افغانستان د اوسنيو ستونزو د حل يواځنۍ لاره ده.  څرنګه چه د هېواد موجوده وړي او محدودې سياسي ډلې، يوه هم په ځانګړې توګه ددې حالاتو سره مجادله نشي کولی. نو په دې وسيله مونږ يو ځل بيا په ټولو ملي سياسي ډلو او ملي شخصيتونو غږ کوو چه تر دې زيات، د دې مهمې ملي دندې په تر سره کولو کې ځنډ ونکړي، او ژر تر ژره دې زمونږ سره د دې ملي ارمان په لاس ته راوړلو کې ملګري شي.  تر څو په دی وسیله مو خپل ملی او انسانی مسولیتونه په ټاکلی وخت کی تر سره کړی وي.

 

         د یوه ازاد، خپلواک،هوسا اوسر لوی افغانستان په هیله                                               

 

د افغانستان د نوي پراخه ملي حزب هڅاند

 

د افغانستان د ملت ولسي سازمان