حکمی

 

د مینی جونګړه          

 

د  مینی  په  زورور سیند  ګوره  مه  لمبیږه

چه  لری رنځو عذاب  په طنازی مه غولیږه

په  طوفانونو کی د مینی ډ یرو  ډ وبه  شوی

د یا ر په مینه  پوری زړه په  ژبه  وغږ یږه

د مینی ترڅنګ تل اوسی هم خوښی هم رنځ

د مینی په وړاند ی له خطره هیڅ  مه ایریږه

مینه  لکه  ګل سا  تلی  شرط  په هر مین  ده

چه مینه  زړه  په خوښه  نوی  پی مه هڅیږه

مینه  به  درشی  په مرور  د زما ن ا و هڅه

په  بی  وخته بی ارزښته  متاع  مه خوښیږه

وهڅه پر هغه  کوم چه تر ی ولری د خوښه

و لره  د مرستی لا س اوپر نیکو  ولو ریږه

مینی  په جو نګړه  نبه مومی  مینه  حکمی

په نا شونی او بی خوند مینه هیڅ  مه کړیږه